[go: up one dir, main page]

Jump to content

هېليوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هېليوس
Ἥλιος (زړه يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
استوګنځی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې

په لرغوني یوناني دين او افسانو کې، هيليواس هغه خدای دی چې لمر تجسم کوي. د هغه نوم هم د هيليس په توګه لاتيني کړای شوی دی، او عموماً د «هايپرن» (هغه چې لوړ وي) او «پيتن» (ځلېدونکی) لقبونه ورکول کېږي. هيليواس عموماً د يو ځلېدونکي تاج سره په هنر کې ښودل کېږي، او په اسمان کې له اسونو څخه جوړه شوې ګاډۍ چلوي. هغه د سوګندونو ساتونکوی او د ليدلو خدای هم و. که څه هم هيليواس په پرتليز ډول په کلاسيکي يونان کې يو کوچنی خدای [رب النوع] و، خو د لرغونې زمانې په وروستيو پېړيو کې د هغه عبادت په څرګند ډول زيات شو، چې لامل يې په رومي پړاو کې د ډېرو لمريزو خدايانو، په ځانګړي ډول «اپالو» او «سول» پېژندګلو وه. رومي سترواک «جولين» په څلورمه زيږديزه پېړۍ کې په پرتليز ډول، د لنډ مهال لپاره د رومي مذهبي طريقو د بيا راژوندي کولو لپار هيليواس مرکزي اله وګرځولو.

هيليواس په يوناني افسانو، شاعرۍ او د ادب په ډېرو اثارو کې په څرګند ډول راڅرګندېږي، په کومو کې چې هغه ډېر ځله د «ټايټن هايپرين» او «تيا» د زوی او د ښځينه خدايانو «سيلين» (سپوږمۍ) او «ايوس» (لمرخاته) د ورور په توګه ښودل شوی دی. په يوناني افسانو کې د هيليواس تر ټولو د پام وړ کردار د هغه د فاني زوی «فيتون» کيسه ده، چې له پلار څخه يې د يوې ښېګڼې غوښتنه وکړه؛ هيليواس موافقه وکړه؛ خو بيا «فيتون» د هغه د څلورو اسونو والا اورينه ګاډۍ په يوه ورځ کې په اسمانونو کې د ګرځولو د حق غوښتنه وکړه. که څه هم هيليواس خپل زوی ته بيا بيا خبرداری ورکړ چې دا غوښتنه پرېږدي، هغه ته يې د دا ډول سفر خطر تشريح کړ چې له هغه پرته بل هيڅ خدای دا سفر نه شي کولای، د فيتون مخنیوی مشکل و، او په دې ډول هيليواس اړ شو چې هغه ته ملونه [قيضې] وسپاري. د تمې سره سم، دا سفر ناورين پيدا کونکی و، او «زيوس» دا ځوان په خپله يوه اسماني برېښنا وويشت، تر څو وکولای شي هغه له ژغورنې دباندې د ځمکې له سوځولو يا کنګل کولو څخه منع کړي. هيليواس وخت په وخت د نورو افسانو په کردارونو کې هم راڅرګندېږي، چې په سوګندونو څارنه کوي او له نورو خدايانو يا انسانانو سره تعامل کوي.[۱]

په هومري حماسو کې، د هغه تر ټولو زیات د يادولو وړ کردار هغه دی چې په «اوډيسي» کې يې تر سره کړی دی، کله چې «اوډيسي» انسانان د هغه د خبرداريو سره سره د هيليواس سپېڅلي څاروي په بې رحمۍ سره وژني او بيا يې خوري، کوم چې خدای په خپله سپېڅلې ټاپو «تريناسيا» کې ساتلي وو. کله چې  د دوی د دې ناسم کار څخه خبر شو، هيليواس په غوصې سره زيوس ته وويل چې هغو خلکو ته سزا ورکړي چې دا ظلم يې کړی دی، او زيوس موافقه کوي، د هغوی بېړۍ په يوه اسماني برېښنا ولي، او له «اوډيسيس» پرته نور ټول يې وژني، ځکه «اوډيسيس» يوازینی هغه څوک و چې څارويو ته يې زيان نه و رسولی، او هغه ته د ژوند اجازه ورکړل شوې وه. له هغې وروسته، هيليواس په خپل سفر کې نور «اوډيسيس» ته ستونزې نه پيدا کوي.[۲]

د لمر په توګه د هغه د حيثيت له امله، هغه د ټولو ليدونکي ګواه په توګه بلل کېدو، او په همدې سبب په سوګندونو کې د هغه په نوم غږ کېدو. هغه په لرغونو کوډو او منتر [اوده] کې هم څرګنده ونډه درلودلې ده. په هنر کې هغه عموماً له ږېرې پرته ځوان په توګه ښودل شوی دی، چې په لاس کې يې يوه قمچينه نيولې ده، او ګاډۍ چلوي، ګڼ نور اسماني خدايان ورسره ملګري دي، لکه سيلين، ايوس، يا ستوري. په لرغونو وختونو کې، د لرغوني يونان په ګڼو سيمو کې د هغه عبادت کېدو، په داسې حال کې چې د هغه د فرقې مرکز «روډز» ټاپو و، د کوم ځای چې هغه د دې ساتونکی خدای، «کورنت» او ستر «کورنتيا» سيمې ساتندوی خدای و. د روډز کولسس، کوم چې د خدای يوه ستره مجسمه ده، تر هغه وخته يې د روډز بندر سينګار  کړی و، تر څو په زلزله کې ويجاړ شو، او له هغې وروسته بيا جوړ نه شو.

نوم

[سمول]

يوناني ټکی ἥλιος د پروټو-اندو-اروپايي ژبې له *seh₂u-el ټکي څخه راغلی چې د لمر په معنا دی، په لاتيني کې د هغې برابر ټکی sol، په سانسکرتي کې surya، زړه انګليسي کې swegl، په زړه نورس کې sól، په ولزي کې haul، په اوستايي کې hvar، او داسې نور دي. د دې نوم ډورک او ايولک بڼه Ἅλιος، ده چې Hálios لوستل کېږي. په هومري يوناني کې دا نوم په Ἠέλιος، Ēélios بڼه لوستل کېږي، چې ډوريک تلفظ يې Ἀέλιος، Aélios دی. په کريټي ژبه کې دا ټکی Ἀβέλιος (Abélios) او يا په Ἀϝέλιος (Awélios) بڼه و. د جنسيت په اړه يوناني ليدلوری هم د دوی په ژبه کې موجود و. لرغوني يوناني ژبې درې جسنيتونه درلودل (نارينه (مذکر)، ښځينه (مؤنث)، او بې پری)، له همدې امله کله به چې يو شی يا تصور د خدای په بڼه متجسم کېدو، نو اړوند جنسيت نوم به يې په ميراثي ډول خپلولو؛ هيليواس يو نارینه نوم دی، له همدې امله کوم خدای چې مجسم کوي، هغه هم اړتيا لري چې بايد نارينه وي. د هيليواس ښځينه زوزات ته بيا د «هيلياډيس» ټکی کاريدو، چې د «هيلياډيي» مذکر دی.[۳][۴][۵][۶][۷]

د سوډا قاموس لیکوال هڅه کړې وه چې د ἥλιος بڼې ټکي د رېښو تړاو له ἀολλίζεσθαι، aollízesthai سره ورکړي، چې معنا يې ده د ورځې له مخې "په يو ځای راتګ"، يا ښايي چې ἀλεαίνειν، aleaínein ټکی وي چې معنا يې ده "تودول". افلاتون د «کراټلس» په نوم په خپلې مکالمې کې د دې ټکي لپاره ډېر تشبيهات وړانديز کړي دي، د نورو په منځ کې د هيليواس ټکي د ډوريکي بڼې له لارې د ἁλίζειν، halízein بڼې سره يو تړاو وړانديز کوي، چې معنا يې ده کله چې هغه راپورته کېږي؛ نو خلک راټولوي، يا يې د ἀεὶ εἱλεῖν، aeí heileín فقرې سره تړاو وړانديز کړی دی چې معنا ېې ده "د تل لپاره څرخېدونکی"، ځکه چې هغه د تل لپاره ځمکه په خپل مسير کې څرخوي:[۸]

سقراط: ته لومړی څه هيله لرې؟ ايا موږ د لمر (Ἥλιος) په اړه بحث کولای شو، لکه چې تاسو يې مخکې يادونه وکړه؟

هرموجينس: هر ډول.

سقراط: زما په فکر که موږ د دې نوم ډوريکي بڼه وکاروو. ډورانو دې ته د Ἅλιος نوم اخيست. اوس ښايی چې ἅλιος ټکی له "راټولولو" (ἁλίζειν) څخه اخيستل شوی وي، چې معنا يې ده کله چې هغه راپورته شي نو خلک راټولوي، يا له دې امله چې هغه تل د ځمکې په څنډو کې څرخي (ἀεὶ εἱλεῖν)، يا له دې امله چې هغه د ځمکې مصنوعات په مختلف شکل کې جوړوي، ځکه چې تنوع αἰολλεῖν سره ورته والی لري.

ډوريکي يوناني د پروټو-يوناني اوږد ټکی *ā د α په بڼه ساتلی دی، په داسې حال کې چې د دې ټکي په ګډون، اټيکي په ډېرو صورتونو کې د η په بڼه بدل کړی دی. کريټايلس او د افلاطون اصطلاحات له نوې پوهنې سره په ټکر کې دی. له هيليواس څخه نوی انګريزي ټکي مختاړی په helio-بڼه راځي، چې معنا يې ده "د لمر اړوند"، کوم چې په مرکبو ټکو کې کارول شوی دی، لکه د heliocentrism، aphelion، heliotropium، heliophobia  (د لمر وېره) او heliolatry  (د لمر عبادت) په ټکو کې. [۹][۱۰]

منشأ

[سمول]

ډېر احتمال شته چې د هيليواس ټکي اصل پروټو-اندو-اروپايي وي. «وارټر برکرټ» ليکلي دي چې "...هيليواس، د لمر خدای، او ايوس-ارورا د لمر خاته ښځينه خدايه، هم د نوم په رېښو کې او هم د خدايانو په توګه په خپل حيثت کې د اندو-اروپايي نسب سره اړيکه لري، او ښايي چې په پروټو-اندو-اروپايي شاعرۍ کې يې خپله ونډه درلودلې وي. د ګاډۍ چلونکې لمريز خدای په شا اوخوا کې انځورونه، ښايي چې له ايندو-اروپايي اصل څخه وي. یوناني لمريزې انځورونې پيل د هيليواس او ايوس خدايانو څخه کېږي، چې خور او ورور دي، او څوک چې د ورځې او شپې په جريان کې د ورځې په (هيميرا) او د شپې په (هيسپيرا) بدلېږي، لکه چې «ايوس» له هيليواس سره له اسمانونو ورهاخوا په سفر کې ملګری وي. د شپې له مخې، هغه خپلې نيلي [اس سپرلۍ] چلوي او په زرينه کښتۍ کې د ختيځ په لور سفر کوي. په دوی کې د لمر د خدای او د هغه د خور او اس د يوځای کېدو، اندو-اروپايي ډلبندي روښانه ده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. March, s.v. Helios
  2. Homer, Odyssey, XII.262, 348, 363.
  3. R.S.P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 516.
  4. helios. Online Etymology Dictionary.
  5. Toorn et al, s.v. Helios pp 394–395
  6. ἥλιος in Liddell & Scott (1940), A Greek–English Lexicon, Oxford: Clarendon Press
  7. Hansen, William F. (2004). Handbook of classical mythology. Internet Archive. Santa Barbara, Calif. : ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-226-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "ToposText". topostext.org. لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Joseph, John Earl (2000). Limiting the Arbitrary. John Benjamins. مخونه 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 1556197497. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. کينډۍ:OEtymD
  11. Burkert, Walter (1985). Greek Religion (په انګليسي ). Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-36281-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Pachoumi, Eleni. 2015. "The Religious and Philosophical Assimilations of Helios in the Greek Magical Papyri." Greek, Roman, and Byzantine Studies, 55: 391–413.
  13. Gelling, P. and Davidson, H.E. The Chariot of the Sun and Other Rites and Symbols of the Northern Bronze Age. London, 1969.
  14. Gamkrelidze, Thomas V.; Ivanov, Vjaceslav V. (2010-12-15). Indo-European and the Indo-Europeans: A Reconstruction and Historical Analysis of a Proto-Language and Proto-Culture. Part I: The Text. Part II: Bibliography, Indexes (په انګليسي ). Walter de Gruyter. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-081503-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Mallory, J. P.; Adams, Douglas Q. (1997). Encyclopedia of Indo-European Culture (په انګليسي ). Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884964-98-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)