محور ځواکونه
محور ځواکونه (Axis powers)، چې په اصل کې د روم-برلین محور بلل کېده، یو پوځي ائتلاف و چې دویمه نړیواله جګړه يې راپيل کړې وه او د متفقینو (Allies) پر وړاندې وجنګېدل. د محور اصلي غړي نازي جرمني، د ایتالیا پاچهي او د جاپان سترواکي وه. محور د متفقینو پر وړاندې د مخالفت له امله سره یولاس شول، کنه دوی د پرتلې وړهمغږي او ايډیالوژیک انسجام نه درلود. [۱]
محور د ۱۹۳۰مې ز لسیزې په نیمايي کې هغه مهال لاوده وکړه چې جرمني، ایتاليې او جاپان د خپلو پراختیاپالو ګټو د خوندي ساتلو په موخه دیپلوماتيکې هڅې پیل کړې. لومړی ګام د جرمني او ایتالیی تر منځ د ۱۹۳۶زکال په اکتوبر میاشت کې د پروتوکول لاسلیک کېدل و او ورپسې د ایتالیی مشر بېنیتو موسیایتالیني اعلان وکړ چې نور ټول اروپايي هېوادونه ښايي چې له دې وروسته د روم-برلین محور باندې راتاو شي، نو ځکه يې د "محور" اصطلاح رامنځته کړه. د همدې کال په نومبر میاشت کې د جرمني او جاپان تر منځ د کمېنټرن ضد تړون (Anti-Comintern Pact) په نامه د کمونستي ګوندونو ضد معاهده لاسلیک کړه. ایتالیا له دې تړون سره په ۱۹۳۷ز او ورپسې هنګري او هسپانیه په ۱۹۳۹ ز کې یوځای شول. په ۱۹۳۹ز کال کې "د پولادي تړون Pact of Steel" تر نامه لاندې د "روم-برلین محور" پوځي تړون رامنځته شو او د ۱۹۴۰ ز کال د درې اړخیز تړون له مخې د جرمني، ایتالیې او جاپان، او وروسته د نورو هېوادونو پوځي موخې مدغم شوې. دې درېیو تړونونو د محور تړون بنسټ جوړ کړ.[۲][۳][۴]
په ۱۹۴۲ز کال کې د محور د اوج پر مهال، دې ځواکونو د اروپا، شمالي افریقا او ختیځې آسیا په ډېری سیمو د اشغال، الحاق او لاسپوڅو دولتونو له لارې څارنه کوله. د متفقینو برعکس، دوی درې اړخیزې سرمشریزې نه درلودې، همکاري او همغږي په ټيټه کچه وه، په داسې حال کې چې، د محور د سترو ځواکونو ګټې ان له یو بل سره په ټکر کې وې. په ۱۹۴۵ز کال کې د محور ځواکونو په ماتې او د دوی د اتحاد په له منځه تللو سره جګړه پای ته ورسېده. د متفقینو په څېر د محور غړیتوب هم اسان و، نو ځکه هېوادونو اړخونه بدلول او د جګړې په اوږدو کې يې د خپلو ځواکونو د ښکېلتیا کچه بدلوله. [۵][۶]
په ځانګړې توګه په اروپا کې دننه د "محور" اصطلاح، لومړی د ايټاليې او جرمني د اتحاد لپاره وکارول شوه، خو له اروپا نه بهر داسې درک کېږي چې جاپان هم په دې کې ورشامل و.
مبادي او خلقت
سمولد "محور" اصطلاح په لومړي ځل د ایتالیا-جرمني د اړیکو لپاره د ۱۹۲۳ز کال په سپتمبر میاشت کې د ایټالوي لومړي وزیر بینیتو موسیایتالیني له خوا هغه مهال وکارول شوه چې ده د رابیرتو سوسټر د جرمني جمهوریت خپرونې په سریزه کې وایتاته ولیکل چې: "په دې کې هېڅ شک او شبه نشته چې د اروپايي تاریخ د محور دا شېبه له برلین نه تېرېږي" (non v'ha dubbio che in questo momento l'asse della storia europea passa per Berlino). په هغه وخت کې، دی د هیوم آزاد دولت (Free State of Fiume) پر سر د شخړې له امله د یوګوسلاویا او فرانسې پر وړاندې د وایمار جمهوریت سره د اتحاد په لټه کې و. [۷][۸]
دا اصطلاح، د هنګري د لومړي وزیر ګیولا ګومبوس له خوا د ۱۹۳۰مې ز لسیزې په لومړیو کې هغه مهال وکارول شوه چې، ده د جرمني او ايټاليې سره د هنګري د اتحاد لپاره منډې ترړې کولې. د ګومبوس هڅو پرایتالیا-هنګري روم پروتوکولونو اغېز درلود، خو په ۱۹۳۶ز کال کې په مونیخ کې له جرمني سره د مذاکراتو پر مهال د هغه ناڅاپي مړینې او د هغه د ځایناستي په توګه د کالمان داراني (Kálmán Darányi) راتګ په درې اړخیز محور کې د هنګري ښکېلتیا ته د پای ټکی کېښود. د ایتالیا د بهرنیو چارو وزیر ګاایتالیازو سیانو او د جرمني د سفیر اولریچ وان هسیل تر منځ د جنجالي مذاکراتو پایله نولس-ماده يي پروتوکول و چې سیانو او د هغه آلماني سیال کوسنتانتین وان نیورات له خوا په ۱۹۳۶زکال لاسلیک شو. کله چې موسولویني د نومبر په لومړۍ نېټه په عام محضر کې د دې پروتوکول لاسلیک کول اعلان کړل، هغه د روم-برلین محور جوړېدو ناره وکړه. [۹]
د جرمني-ایتالیا اتحاد لومړنۍ طرحې
سمولد ۱۹۲۰مې ز لسیزې له لومړیو نه د دوس بېنیتو موسیایتالیني په مشرۍ د ایتالیا هېواد له جرمني سره د فرانسې پر ضد د ستراتیژیک اتحاد په لټه کې و. وړاندې له دې چې موسیایتالیني د دولت رئیس شي، هغه د ایتالیا د فاشسیت غورځنګ د مشر په توګه وروسته له هغه له ماتې خوړلي جرمني سره د اتحاد غږ پورته کاوه چې، د ۱۹۱۹-۱۹۲۰ ز د پاریس سولې کنفرانس لومړۍ نړیوالې جګړې ته د پای ټکی کېښود. هغه باور درلود چې ایتالیا کولای شي، د فرانسې پر ضد له جرمني سره د اتحاد له لارې په اروپا کې خپل اغېز پراخ کړي. د ۱۹۲۳ز کال په لومړیو کې، جرمني ته د نېک نیت ښودلو د یوه اقدام په توګه، ايټاليې په پټه د جرمني پوځ ته وسلې واستولې، چې بیا د دې کار له امله د ورسای تړون د احکامو له مخې په ستره کچه بدلون رامنځته شو. [۱۰]
د ۱۹۲۰مې ز لسیزې نه راپه ديخوا، ایتالیې پتېیلې وه چې په ۱۹۳۵ز کال کې به د فرانسې په وړاندې د جګړې چمتووالی نیسي، ځکه په ۱۹۳۵ز کال کې د ورسای تړون له مخې د جرمني وجیبې پای ته رسېدلې وې. په ۱۹۲۴ز کال کې د ایټالوي جنرال لوئيګي کاپېلو او د جرمني د پوځ کلیدي څېرو، لکه: وان سیکټ او ایریک لودیندورف تر منځ په برلین کې لېدنې وشوې او دوی د جرمني او ایتالیې تر منځ په پوځي همکارۍ وغږېدل. [۱۱][۱۲]
په هغه وخت کې موسیایتالیني له جرمني سره د اتحاد د هلو ځلو په بهیر کې پر دغه یوه ټکي ډېر ټینګار کاوه چې: ایتالیا"باید دوی...له ځان سره وتړي، نه دا چې دوی یې په ځان پورې وتړي." د ایتالیا د بهرنیو چارو وزیر دینو ګراندي د ۱۹۳۰مې ز لسیزې په لومړیو کې د فرانسې او جرمني تر منځ د ایتالیا د اړیکو په تړاو " دبرخلیک ټاکونکي وزن decisive weight " پر اهمیت ټینګار وکړ، ځکه دی پوهېده چې ایتالیا په هغه وخت کې یو ستر ځواک نه و، خو ایتالیا په اروپا کې یوه اړخ یا بل اړخ ته د خپل ملاتړ ورکولو او د درېیو واړو هېوادونو تر منځ د اړیکو توزان په اړه د سیاسي حالت د بدلون لپاره پوره او پياوړی اغېز لري. [۱۳][۱۴]
دانیوب اتحاد، د اطریش پر سر شخړه
سمول
په ۱۹۳۳ز کال کې اډولف هټلر او نازي ګوند په جرمني کې واک ته ورسېدل. د ۱۹۲۰مې ز لسیزې راهیسې هټلر د جرمني او ایتالیې تر منځ د یوه اتحاد لپاره ناره پورته کړې وه. لږ وروسته له هغه چې دی د هند صدراعظم وټاکل شو، هټلر موسیایتالیني ته یو شخصي پيغام واستاوه، هغه ته يې د درناوي او تعظیم مراتب وړاندې کړل او په ډاګه يې کړه چې د جرمني-ایتالیې ملګري او ان اتحاد انتظار کوي. هټلر پوهېده چې د ایتالیا اندېښنه لري، هسې نه چې جرمني په سویلې تیورول (South Tyrol) د ملکیت دعوه ونه کړي، نو ځکه يې موسیایتالیني ته ډاډ ورکړ چې، جرمني د سویلي تیورول په اړه لېوالتیا نه لري. هټلر په خپل کتاب (زما جګړه کې )په ډاګه کړې ده چي : د جرمني-ایتالیې اتحاد نه ترلاسه کېدونکې ګټو ته په کتو سره، سویلي تیورول کومه مسئله نه ده. کله چې هټلر واک ته ورسېد، د ایتالیا د څلورو ځواکونو ریاست (Four Power Directorate) طرحه د بریتانیې د پام وړ وګرځېده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
سرچینې
سمول- ↑ Goldberg, Maren; Lotha, Gloria; Sinha, Surabhi (24 March 2009). "Rome-Berlin Axis". Britannica.Com. Britannica Group, inc. نه اخيستل شوی 11 February 2021.
- ↑ Cornelia Schmitz-Berning (2007). Vokabular des Nationalsozialismus. Berlin: De Gruyter. p. 745. ISBN 978-3-11-019549-1.
- ↑ "Axis". GlobalSecurity.org. نه اخيستل شوی 26 March 2015.
- ↑ Cooke, Tim (2005). History of World War II: Volume 1 - Origins and Outbreak. Marshall Cavendish. p. 154. ISBN 0761474838. نه اخيستل شوی 28 October 2020.
- ↑ Tucker, Spencer; Roberts, Priscilla Mary (2005). Encyclopedia of World War II A Political, Social and Military History. ABC-Clio. p. 102. ISBN 9781576079997. نه اخيستل شوی 13 February 2021.
- ↑ Momah, Sam (1994). Global strategy : from its genesis to the post-cold war era. Vista Books. p. 71. ISBN 9789781341069. نه اخيستل شوی 13 February 2021.
- ↑ D. C. Watt, "The Rome–Berlin Axis, 1936–1940: Myth and Reality", The Review of Politics, 22: 4 (1960), pp. 530–31.
- ↑ Martin-Dietrich Glessgen and Günter Holtus, eds., Genesi e dimensioni di un vocabolario etimologico, Lessico Etimologico Italiano: Etymologie und Wortgeschichte des Italienischen (Ludwig Reichert, 1992), p. 63.
- ↑ Sinor 1959، م. 291.
- ↑ MacGregor Knox. Common Destiny: Dictatorship, Foreign Policy, and War in Fascist Italy and Nazi Germany. Cambridge University Press, 2000. p. 124.
- ↑ MacGregor Knox. Common Destiny: Dictatorship, Foreign Policy, and War in Fascist Italy and Nazi Germany. Cambridge University Press, 2000. p. 125.
- ↑ John Gooch. Mussolini and His Generals: The Armed Forces and Fascist Foreign Policy, 1922–1940. Cambridge University Press, 2007. p. 11.
- ↑ Gerhard Schreiber, Bern Stegemann, Detlef Vogel. Germany and the Second World War. Oxford University Press, 1995. p. 113.
- ↑ H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 68.
- ↑ Christian Leitz. Nazi Foreign Policy, 1933–1941: The Road to Global War. p. 10.
- ↑ H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 75.
- ↑ H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 81.
- ↑ H. James Burgwyn. Italian foreign policy in the interwar period, 1918–1940. Wesport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, 1997. p. 82.